د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي تخصصاتو لوی ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه
۱۴۰۰کال، د کب ۱۲مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي تخصصاتو لوی ریاست له مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د اسلامي تخصصاتو د ریاست. له مسٶلينو څخه مولوي صاحب محمد، مولوي صاحب محمد صادق او مفتي صاحب تاج محمد ګډون کړی وو.
د دغه ریاست مشرتابه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د تخصصاتو د زیاتوالي غوښتنه وکړه او د یاد مرکز ستونزې او اړتیاوې یې په ګوته کړې، چې د ښاغلي مولوي عبدالباقي حقاني له لوري د ستونزو د حل او تخصص د زیاتوالي ژمنه ورسره وشوه.