د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
لوگر
د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو خبرتیا !
د لوګر لوړو زده کړو مؤسسه د پنځم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د جیولوجي او معادن پوهنځی:
ـ د ګټورو جامدو موادو د معادن استخراج ډيپارټمنټ ( ۲ ) بسته.
د ګټورو جامدو موادو د معدنونو اکتشاف ډيپارټمنټ ( ۱ ) بسته.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸ / ۱۰ / ۱۴۴۳ هـ ق څخه تر ۲۷ / ۱۰ / ۱۴۴۳ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.