د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

ameen_admin
Sat, Mar 25 2023 9:57 AM
fdsfsdfdsfdsffds

په دې مراسمو کې د لوړو زده کړ وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د اسلامي نظام د رهبرانو مسؤلیتونو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ښو اړیکو په اړه خبرو ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د غوره خدمتونو او ټولنې ته د وړ اشخاصو د وړاندې کولو په موخه ښې کاري اړيکې لري.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره يو مهم ادرس وباله او ويې ويل، چې د لوړو زده کړو وزارت له دغې ادارې سره په بېلابېلو برخو په تېره بيا د هېواد د تحصيلي بنسټونو په مختلفو څانګو کې د یادې ادارې د فارغانو په منلو کې نږدې همکاري لري، چې د همدغو همکاریو پر دوام مو څه موده وړاندې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې له دې وروسته به د یادې ادارې فارغان له یو کلن تنزیل پرته او د ۸۰٪ فیصدي څخه چې مخکې ورته پکار وه، ۷۵٪ فیصدي ته په کموالي سره د هېواد په پوهنتونونو کې شاملیدی شي. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا، چې د لوړو زده کړو له نصاب سره د دغې ادارې د نصاب د همغږۍ په برخه کې کار روان دی، څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې فارغان له کومې ستونزې پرته خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئيس مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې پر موخو، فعاليتونو، لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د نورو ادارو ترڅنګ په تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کې هم د اداري فساد او کاغذ پرانۍ مخه ونیول شوه او په ادارو کې صادق او امین کسان په دندو وګمارل شول.
هغه همدارنګه وویل، چې موږ د خپل تحصیلي نصاب د معیاري کولو په برخه کې کار کوو او د مسلکي کسانو د روزلو په برخه کې ښه پروګرامونه په لاس کې لرو.
 په پای کې یاد مراسم د دغې ادارې مسؤلینو لخوا د ښوونیز کال د پیل په ویاړ د زنګ په وهلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

BACK TO NEWS