په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دا ډول برنامو پر جوړولو او د اسلامي نظام پر ګټو خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزیر وویل؛ هغه برنامې چې دیني بحثونه پکې کېږي، د ټولو ګډونوالو لپاره ډېرې ګټورې او روزونکې دي.
محترم شیخ صاحب د اسلامي امارت مشرتابه مقام د فرامینو د پوهاوي او تطبیق په اړه وویل: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري چې کوم فرامین او احکام صادریږي، اساس یې د اسلام دین او شریعت دی، چې په مطالعه او تطبیق کې یې باید جدي هڅه وشي.»
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر په اسلامي نظام کې د علماء کرامو مسؤلیتونو او د اسلامي نظام پر ګټو خبرې وکړې او د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو یې وغوښتل چې خپل علمي او تدریسي فعالیتونه له اسلام او اسلامي شریعت سره لا برابر کړي.
همدا راز په یاد سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د یو شمېر فرامینو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د ا.ا.ا مشرتابه مقام مسؤلیت د دین تنفیذ او په کومو برخو کې چې اړتیا وي، د فرمان صادرول دي.
د لوړو زده کړو وزارت مقام حقوقي سلاکار شیخ محمد همایون په یاد سمینار کې د جماعت لمانځه په اړه د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله تعالی د توصیو اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په دغه سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ حکمت الله حکمت د یاد سمینار دائرولو، د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون رئیس شیخ سید بشیر اغا هاشمي د ناوړه رواجونو مخنیوي فرمان، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ احسان الله ابو الفیضان د دعوت او په اسلامي شریعت کې یې ارزښت، د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال مولوي احسان الله ناصح د اسلامي ثقافت ارزښت او په ټولنه کې یې اغېزې په اړه خبرې وکړې او همدا راز د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رئیس الحاج احمد پوپل د خصوصي پوهنتونونو پیغام ولوست.