د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته جوړه شوه

baqir_admin
أربعاء, أبريل 21 2021 4:04 صباحا
ل

د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو، پوهنې او مالیې وزارتونو د درې اړخیزې طرحې د پلي کولو په موخه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ ګډه ناسته نن جوړه شوه.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ډاکټر عطاالله واحدیار، د دواړو وزارتونو مشرانو او اړوند سلاکارانو، د سویډن کمېټې مشر او د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون علمي مرستیالانو برخه اخیستې وه.

په ناسته کې د نویو ښوونکو د اړتیاوو او د پوهنې وزارت د رشتوي اړتیاوو سره سم د څوارلسم پاسو ښوونکو د تحصیلي سویې لوړول او د مضمونونو د ادغام پروګرامونه، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې لخوا د ښوونکو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) مخته وړلو، د (GIZ) ادارې لخوا د اساسي او ثانوي (BEPA) ښوونیزو پروګرامونو مخته وړلو او په لومړنۍ دوره کې د تدریس کیفیت ته د پاملرنې په اړه بحث وشو او د یادې طرحې د پلي کېدلو پروسې پر ګړندۍ کولو ټینګار وشو.

په ناسته کې ګډونوالو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزارتونو څخه د دغه پروګرام د ودې  لپاره خپلې کړنې او فعالیتونه څرګند کړل او د هېواد د ښوونې او تحصیلي نظام د غوره او با کیفیت او ځواب ویونکي پلي کولو په اړه یې خپل یو لړ نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې ګډه تخنیکې کمېټه جوړه شوه تر څو د ماسټرۍ پروګرام (TEMP) د پرمختګ لپاره د نافذ شویو قوانینو او مقراراتو په پام کې نیولو سره وړ حل لارې ومومي او په راتلونکې ناسته کې یې وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي ټینګار وکړ چې د دې کمېټې او د څوارلسم پاسو ښوونکو د سویې لوړولو ناستې چې دمخه جوړې شوې دي باید په هرو پنځلس ورځو کې جوړې شي تر څو د یادو شویو پروګرامونو د لا ښو پلي کولو لپاره وړ او منطقي حل لارې نهایي او پلې شي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS