د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو او وزارتونو د ساده کولو حمایوي پروسې په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
Sun, Feb 02 2025 2:35 PM
Jenxjeiowkxkxk

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په یاده غونډه کې په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شویو پروسو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اداري چارو ساده کول او یو شان کول یې په اداري سیسټم کې مهم او اړین وبلل. 

هغه همدا راز زیاته کړه چې د اداري پروسو ساده کولو او یو شان کولو په واسطه چارې په خپل وخت ترسره کیږي او د هېوادوالو لپاره ډېرې اسانتاوې رامنځ ته کېږي. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته یې ډېرې اداري پروسې ساده او یو شان کړې دي. 

د یادونې وړ ده چې دغه غونډه د ارګ په سلامخانۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سربېره د شاوخواه ۵۲ وزارتونو او ادارو معینانو او عمومي رئیسانو پکې ګډون کړی و. 

 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د شعبان ۳مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۱۴مه

 ۲۰۲۵ م د فبروري ۲مه

Latest news

Wed, Mar 12 2025 8:08 AM
Background image

A bilateral cooperation agreement signed between the Ministry of Higher Education and the Ministry of Agriculture, Irrigation, and Livestock


The purpose of signing this agreement is to share research experiences and provide practical work opportunities for the students of educational institutions.
The signing ceremony of. . .

BACK TO NEWS