د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د روسيې فدراتیف هېواد د 2023- 2024 کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

eshaq_admin

Due

-

په افغانستان کې د روسيې فدراسیون سفارت د ملي کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه، د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې 500 سيټه بورسونه وړاندې کوي، د روسيې په تحصيلي بنسټونو کې د تحصيل لپاره د افغان ځوانانو د قبلولو په موخه د 2023-2024  تحصیلي کال لپاره د لوړو زده کړو او د فوق العاده لوړو زده کړو پروګرامونو له مخې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي دۍ. 
په دې وروستیو کې، د روسیې فدراسیون سفارت د 2023 ـ 2024 تعلیمي کال لپاره افغانستان ته د روسیې فدراسیون حکومت په چوکاټ کې زده کړو لپاره د کاندیدانو د ثبت او راجسټریشن پروسه د 2022 کال د اکتوبر 2 مې نېټې پورې ټاکلې وه، چې اوس یې په (education-in-russia.com) سیستم کې د نوم لیکنې بهیر د 2023 کال د فبروري تر 20 مې نېټې پورې غځول شوی دی.
د بورسونو شرايط:
1-    د پاسپورټ درلودل، چې روسيې هېواد ته د داخلېدلو په وخت کې لږ تر لږه یو نیم کال د اعتبار موده ولري.
2-    د لګښتونو تادیه کولو له ډلې ( د تحصیل تر ځایه د ټرانسپورټ لګښت، صحي بېمه، د خوړو لګښت، هستوګنځای) بورسونو ته د نوماندانو په غاړه دي.
3-    د روسيې د نافذه قوانينو له مخې، د بهرنیو محصلينو لپاره د تحصيل په جریان کې کومکي (مدد) معاش ورکول کېږي او همدا راز دوی ته د روسي اتباعو لپاره د ټاکل شویو شرایطو سره سم د تحصيلي مؤسسو په ليليو کې د اوسېدو اسانتیاوې هم ورکول کېږي.
پورته یادو شوو بورسونو ته په شرايطو برابر شایقین کولی شي، چې په (education-in-russia.com) سايټ کې نوم ليکنه وکړي، د اړتیا وړ اسنادو لیست او د اسنادو ډکولو شرایط، د نوم لېکنې او راجستریشن قدم په قدم لارښود په دغه سايټ کې د لاسرسي وړ دی.
د اړتیا وړ اسنادو د پوره کولو او ډکولو وروسته دې په شرایطو برابر نوماندان د نوم ليکنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړيکو ریاست ته مراجعه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بهرنیو محصلينو وروستۍ یا نهايي ټاکنه د لوړو زده کړو وزارت او روسيې علومو او د دغه هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو شرکت له لوري ترسره کېږي.

Latest announcements

Wed, Jul 27 2022 8:38 AM
Background image

Invitation for Bids (IFB)

Invitation for Bids (IFB)

For

Procurement of Laboratory Equipment for Hydraulics, Hydrology & Water and Sewage quality testing laboratory for Kabul Polytechnic University

IFB No: MOH . . .

Thu, Jan 23 2020 6:28 AM
Background image

50 Pakistan Scholarship for Afghanistan Kankor High Score Winners

Location: Pakistan

Number of Scholarships: 50

Targeted group:High score obtainers of kankor

Deadline:january 28,2020

Ministry of Higher education of Afghanistan has announced that . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .