د تحصیلي بنسټونو د ښکلو هنرونو پوهنځیو د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 

nasir_admin
Sat, Feb 24 2024 9:24 AM
1552001488


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې روان کال پای ته نیږدې شوی او له نېکه مرغه موږ له خپل پلان سره سم پر تحصیلي نصابونو کار کړی دی. 
نوموړي زیاته کړه چې انسان له دریو برخو جسم، عقل او روح څخه جوړ شوی او اسلام هغه دین دی چې د درې واړو برخو اړتیاوو او غوښتنو ته حلارې لري. 
د تحصیلي نصاب رئیس وویل چې ښکلو هنرونو پوهنځی تر نورو پوهنځیو کم ارزښته نه ده او د دې پوهنځی له لارې موږ خپل کلتور او هنر بډایه کولی شو. هغه د کلسټر ګډونوالو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په نصاب کې د دیني او ملي ارزښتونو تر څنګ، تخصصي برخې ته پاملرنه وکړي او په نصاب کې د ټولنې اړتیاوو او نړیوالو معیارونو ته په کتو نویوالی راوړي. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د دغه کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ویې ویل چې په دې کلسټر کې به د نصاب مفردات تکمیل او په دریو پښتو، دري او انګلیسي ژبو  به نصاب ترتیب شي. 
د یادونې وړ ده چې په دغه پنځه ورځني کلسټر کې به د ښکلو هنرونو پوهنځیو استادانو او اړوندو ادارو مسلکي اشخاصو له لوري د نصاب بیاکتنه او پراختیا وشي. 
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۵/۸/۱۳هـ.ق ۱۴۰۲/۱۲/۵هـ.ش ۲۰۲۴/۲/۲۴م

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS