د تحصیلي بنسټونو د ښکلو هنرونو پوهنځیو د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو. 

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۹:۲۴
1552001488


د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې روان کال پای ته نیږدې شوی او له نېکه مرغه موږ له خپل پلان سره سم پر تحصیلي نصابونو کار کړی دی. 
نوموړي زیاته کړه چې انسان له دریو برخو جسم، عقل او روح څخه جوړ شوی او اسلام هغه دین دی چې د درې واړو برخو اړتیاوو او غوښتنو ته حلارې لري. 
د تحصیلي نصاب رئیس وویل چې ښکلو هنرونو پوهنځی تر نورو پوهنځیو کم ارزښته نه ده او د دې پوهنځی له لارې موږ خپل کلتور او هنر بډایه کولی شو. هغه د کلسټر ګډونوالو استادانو ته سپارښتنه وکړه چې په نصاب کې د دیني او ملي ارزښتونو تر څنګ، تخصصي برخې ته پاملرنه وکړي او په نصاب کې د ټولنې اړتیاوو او نړیوالو معیارونو ته په کتو نویوالی راوړي. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د دغه کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ویې ویل چې په دې کلسټر کې به د نصاب مفردات تکمیل او په دریو پښتو، دري او انګلیسي ژبو  به نصاب ترتیب شي. 
د یادونې وړ ده چې په دغه پنځه ورځني کلسټر کې به د ښکلو هنرونو پوهنځیو استادانو او اړوندو ادارو مسلکي اشخاصو له لوري د نصاب بیاکتنه او پراختیا وشي. 
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۵/۸/۱۳هـ.ق ۱۴۰۲/۱۲/۵هـ.ش ۲۰۲۴/۲/۲۴م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۳۵
Background image

د لوړو زده کړو مالي او اداري مرستیال د امارتي ادارو او وزارتونو د ساده کولو حمایوي پروسې په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په یاده غونډه کې په لوړو زده کړو وزارت کې د ساده شویو پروسو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اداري چارو ساده. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS