د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

baqir_admin
ل

د ګرانو هېوادوالو او درنو رسنیو د پام وړ!

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ عبدالباقي حقاني په ټولنیزو رسنیو کې کومه رسمي پاڼه نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د ده په نوم ټولې جوړې شوې پاڼې جعلي دي او د یو شمېر مغرضو او ورانکارو خلکو او ډلو له خوا د عامه ذهنونو مغشوشولو په موخه جوړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه فېسبوک پاڼه د لوړو زده کړو وزارت یوازېنۍ رسمي پاڼه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت ټولې اعلامیې، اطلاعیې او د کاري فعالیتونو خبرونه له همدغې پاڼې خپرېږي.

ګران هېوادوال دې خبر وي

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements