د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندونیزیا لمپونګ پوهنتون د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا لمپونګ دولتي پوهنتون د 3017 UN26./K.S/2021/ شمېرې یادښت او /2021/4/16 نېټې، د افغانستان ځوانانو د هڅونې په موخه د ۱۴۰۰ کال لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د خپلو تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط:

ـ د لېسانس دورې د نوماند د نومرو سلنه باید له ۷۰ او د فوق لېسانس لپاره له ۶۵ سلنې کمه نه وي؛

ـ د پاسپورټ کاپي، چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي؛

ـ په انګرېزي ژبه د اسنادو ژباړه؛

ـ تعلیمي اسناد (شهادتنامه او دری کلنې نومرې) تحصیلي اسناد (ډيپلوم او ټرانسکرېپټ) د افغانستان رسمي مراجعو (لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت) له لوري تایید شوي وي او د اندونیزیا تبع نه وي.

ـ د لېسانس دورې د نوماند عمر له ۲۵، د ماسټرۍ لپاره له ۳۵ او د دوکتورا لپاره له ۴۰ کم وي.

ـ د لېسان دورې لپاره له دولسم فارغ وي، د ماسټري لپاره لېسانس او دوکتورا لپاره باید ماسټر وي.

ـ د پوهنتون د فیس لګښټ، د پوهنتون داخله، د اوسېدو ځای، د وېزې پیسې او (۲،۵۰۰۰۰۰) دوه میلیونه او پینځه سوه زره اندونیزیایي روپي، زدکړیال ته د میاشتني لګښت په توګه هم ورکول کېږي.

ـ نوملیکنه په انلاین توګه ده؛

ـ د ویلو ده چې د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د جون تر لومړۍ نېټې ده، تر ټاکل شوې نېټې وروسته نه منل کېږي.

ـ د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې برېښنایي پتې ته ورشئ: pkli@pka.unila.ac.id  

ـ د غوښتنې فورم او نور اړوند اسناد باید داوطلب په مستقیم ډول، په انلاین توګه له http://io.unila.ac.id/admission/ لینک څخه واستوي.

په ورته وخت کې ټینګار کېږي چې د یادو بورسونو نوملیکنه انلاین ده چې ټول طی مراحل یې پخپله د داوطلب له لوري تر سره کېږي. د منل کېدو په صورت کې منښتپاڼه د بورس مرجع له لوري په مستقیم ډول د داوطلب  برېښنالیک ته استول کېږي.

نو ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې په دغه بورسونو کې د نوملیکنې په صورت کې د نوملیکنې له انلاین پروسې مخته وړولو او د بورس د مرجع له منلو وروسته د تعلیمي او تحصیلي اسنادو او همدارنګه د منښتپاڼې فورمې یوه یوه کاپي د لوړو زده کړو وزارت منښت ۲۱مې غرفې ته وسپاري او فورمې هم له دغې غرفې تر لاسه او بېرته یې ورته وسپاري.

دانلود

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۴
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت کادري روغتونونو معلوماتي مديريتي سيسټم . . .

Back to announcements

آخرین بورسیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۹
Background image

د 2023 م کال خزاني ( مني ) سمستر لپاره د پاکستان هېواد بحریه پوهنتون (Bahria University) بورسونو خبرتیا !

په اسلام اباد کې مېشت د افغانستان سفارت خپل F-984 د 3/19/1401 شمېرې مکتوب له مخې د افغان محصلینو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د افغان محصلينو د منلو غوښتنلیک له فیس څخه د معافیت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۹
Background image

د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۲:۲
Background image

د لېسانس په برخه کې د اوزبیکستان هېواد تحصيلي بورسونو خبرتیا!

د ازبکستان جمهوریت د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت په چوکاټ کې د افغان وګړو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز، چې دترمز په ښار کې موقعيت لري د لېسانس په برخه کې د لاندې شرایطو سره د تحصيلي . . .