د هرات پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا

baqir_hiadari
خبرتیا

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې لپاره د د ادارې او تجارت په برخه کې محصلین جذب کړي.نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم ثبتولو لپاره  د ماسټرۍ پروګرام د فارغانو چارو مدیریت ، د ساینس پوهنڅي ته څیرمه د ثبت او راجسټر شعبې ته مراجعه وکړي او د نوم ثبتولو فورم د ۵۰۰ سوه افغانیو په ورکړې سره لاسته راوړي او د فورم له ډکولو وروسته د اړتیا وړ اسنادو سره د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د ماسټرۍ پروګرام ته وسپاري.

د اړتیا وړ اسناد:

  • د اړونده پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت تایید شوی ډیپلوم
  • دوزارت له اړخه  تایید شوۍ  د لیسانس دورې څلور کلن تراسکرپت حد اقل ۶۵٪ سلنه 
  • د تابعیت تذکره
  • دوه ریفرنس لیټره

د ادارې او تجارت د د ماسټرۍ پروګرام لپاره د واجد شرایط :

یوازې د اقتصاد او مدیریت څانګو د لیسانس دورې فارغان کولۍ شي د نوم ثبتولو فورم ډک کړي.

د بهرنۍ ژبې د مهارت ازموینه ۱۳۹۸/۹/۳۰ او د ماستري پروګرام ته د شمولیت تخصصي ازموینه وروسته د هرات پوهنتون له رسمي سایټ څخه اعلانیږي.

د معلوماتو شمیره اوایمیل ادرس:

د اقتصاد پوهنځي د ماسټري پروګرام مسـول : ۰۷۹۳۴۱۴۴۴۳

ایمیل ادرس: temory26@yahoo.com

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۹ - ۱۰:۳۹
Background image

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزواو فرهنګې چارو معییت خبرتیا

د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې ( ښار ته د نوي لید ملی کنفرانس)  تر نوم لاندې د روان کال د سلواغې میاشتې له پیل نه د ۲۰۲۰ د جنوري تر پایه د علمي مرکزونو، پوهنتونونو، ادارو او د کنفرانس . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۹:۵۱
Background image

د هرات پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې لپاره د د ادارې او تجارت په برخه کې محصلین جذب کړي.نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم ثبتولو . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۱۲
Background image

د دوست هیواد هندوستان د ICCR په تحصیلي بورسونو کې د یو شمیر نوماندانو د نه قبولتیا په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت لاندی موارد  د دوست هیواد هندوستان د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ تحصیلي بورسیو نومامدانو ته خبر ورکوي چې:

۱. د تحصیلي بورسیو مراحلو اجرا کول د بورس ورکونکي هیواد او د افغانستان جمهوري . . .

Back to announcements