د لوړو زده کړو وزارت او انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې تر منځ نن د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه
له دغې هوکړې څخه موخه؛ د انجینرۍ، چاپېریال ساتنې، برېښنا او انرژۍ په برخو کې د مسلکي تجربو شریکول، د علمي ناستو هدفمنول، د تحصیلي نصاب لا معیاري کول، فارغ شویو زدکړیالانو ته د کار لار هوارول او د وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو د اړتیا وړ برېښنا پوره کول دي.
د لوړو زده کړو وزیر د هوکړې د لاسلیک پر مهال په داسې حال کې چې د دغه وزارت د مشرتابه ځينې غړي هم ول، د دغې هوکړې لاسلیک د دوه اړخیزو همکاریو، د یو بل له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې او د زدکړیالانو لپاره د کار لار هوارولو په برخه کې ګټوره وباله.
د لوړو زده کړو وزیر وویل:«انرژي د علمي څېړنو یوه لویه برخه ده چې تر دې مهاله په هېواد کې کم پام ورته شوی دی.»
دوکتور عباس بصیر زیاته کړه، چې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې غوره ظرفیتونه شته او د هېواد بېلابېلې ادارې کولی شي چې د هغو پالیسیو د تدوین په برخه کې چې د علمي څېړنو پر بنسټ ولاړې وي د هېواد تحصیلي بنسټونو له علمي کادرونو ګټه واخلي. لوړو زده کړو وزیر د زدکړیالانو د خدمتونو په برخه کې وویل: «زموږ هڅه دا ده چې د خپلو زدکړیالانو او فارغانو لپاره د ښې روزنې او کار زمینه برابره کړو. هیله لرو چې د دغې هوکړې په لاسلیک سره د لوړو زده کړو په نظام کې د کارونو زمینه برابره شي.»
همدارنګه په دغو مراسمو کې د انرژي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي مشر دوکتور داوود میرزایي د دغې ادارې د موخو په اړه معلومات ورکړل او د یادې هوکړې لاسلیک یې د دواړو اړخونو تر منځ د همکارۍ او د یو بل له ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په پار ګټوره وبلله.
هغه زیاته کړه؛ د انرژۍ خدمتونو د تنظیم اداره ژمنه ده، چې د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو په جوړولو له وزارت سره د انرژۍ او برېښنا سکټور د څېړنو لومړیتوبونه شریک کړي، د زدکړیالانو لپاره د علمي څېړنو لار هوارول، د درسي توکو په چمتو کولو او نورو برخو کې له لوړو زده کړو وزارت او نورو تحصیلي بنسټونو سره همکارۍ ته ژمن دی.
مراسم د لوړو زده کړو وزیر او انرژۍ خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي مشر تر منځ د هممکاریو د هوکړې په لاسلیک سره پای ته ورسېدل.