د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۲:۴۹
R

دوشنبه، ۱۴۰۰ کب ۲ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې  د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیر خوا، محمد اسماعیل روحاني او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: « دا چې له تېرو ۴۳ کلونو را وروسته په لومړي ځل افغانستان له جنګ څخه خلاص شوی؛ نو اوس پکار ده چې تحصیلي برخې ته زیات کار وشي او په دې برخه کې د ګاونډيو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.»
ښاغلي حقاني له چین سره د داسې یوې هوکړې لاسلیک ته تیاری وښود، چې پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو استادان له یوبل سره د علمي تجربو شریکولو په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه وکړي. دغه راز په یاده برخه کې یې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم ټينګار وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز وویل: «په ځان بسیا افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم دی او د سیمې هېوادونه باید له موږ سره په تحصیلي برخو کې مرستې وکړي.»
بل لور ته په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ وویل: « موږ په تېر کې هم له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او اوس هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»
همدارنګه هغه زیاته کړه «د ا،ا،ا په راتګ سره تر دا مهاله موږ شاوخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سره په بشري، طبي او بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.»
همدا شان په افغانستان کې د چین سفیر په هېواد کې د پوهنتونونو پر پېلېدو خوښي څرګنده کړه او د استادانو د ظرفیت لوړونې، د ټریننګونو برابرولو او ورته نورو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند. . .

BACK TO NEWS