په لوړو زده کړو وزارت کې د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیري او کرنې پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو او د دغو پوهنځيو د مضمونونو د ټاکلو دوه ورځنی کلسټر پیل شو
۱۴۰۰کال، د کب ۱۳مه
په لوړو زده کړو وزارت کې د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیري او کرنې پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو او د دغو پوهنځيو د مضمونونو د ټاکلو دوه ورځنی کلسټر پیل شو.
د دغه کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یاد کلسټر غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: «د هېواد ودانول او پرمختګ د ځوان نسل په روزنې سره کېږي او د هغوی د روزنې لپاره ځواکمن، معیاري، افغاني او اسلامي ارزښتونو لرونکي تحصیلي نصاب ته اړتیا ده.» نوموړي زیاته کړه، چې د تحصیلي نصاب بیاکتنه اړینه ده او موږ باید د دنیا له نویو مثبتو تجروبو ګټه واخلو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال پوهنتون د ارزښت په اړه وویل، چې د دغه پوهنتون په فعالولو سره، موږ په کم لګښت د ماسټري او دوکتورا په کچه ډېر محصلین روزلی شو او زیاته یې کړه، چې په یاد پوهنتون کې د تدریس لپاره د افغاني استادانو سربېره له بهره استادان راغواړو او له نړیوالو معیارونو سره سم د تدریس زمینه برابر وو.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یاد کلسټر د کاري شېوې په اړه معلومات او خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.