د ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون د اکسیجن د تولید د دستګاه په جوړولو سره اړمنو ناروغانو لپاره د هیلو سرچینه وګرځېده

baqir_admin
اثنين, يونيو 21 2021 12:11 مساء
g

د ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون کمیونیټي کالج آمریت او د ټکنالوژۍ او طبي وسایلو د بیاجوړولو تخنیکي ټیم وتوانېد چې د اکسیجن د تولید دستګاه جوړه کړي او حاضر دي چې دغه دستګاه د بازار په پرتله په نیمایي بیه وپلوري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اکسیجن د تولید له هغه دستګاه چې د ابوعلي ابن سینا د کابل طبي علومو پوهنتون د کمیونیټي کالج آمریت او د ټکنالوژۍ او طبي تجهیزاتو د بیاجوړولو تخنیکي ټیم جوړه کړې، لیدنه وکړه او د هغوی نوښت یې وستایه او ویې ویل، په داسې حال کې چې اکسیجن ته اړتیا محسوسېږي دا ګام د وطن سره مینه او د ولس په وړاندې د مسولیت احساس دی. پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت چمتو دی چې د ابوعلي ابن سینا د کابل طبي علومو پوهنتون په ملاتړ سره د دې دستګاه په تولید او تکثیر کې د نورو دولتي روغتونونو د په وخت خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي او د عامې روغتیا وزارت او خصوصي روغتونونو په مرسته به د دې دستګاه تولید ته پراختیا ورکړي.

د کمیونیټي کالج او د ټکنالوژۍ او طبي تجهیزاتو د بیاجوړولو آمرې پوهنمل پشتنه بنايي احمدزۍ په وینا دا دستګاه په یوه دقیقه کې ۱۵ لیټره اکسیجن چاڼ او تولیدوي چې د جوړولو توکي یې له زؤلیت Zeolite پرته چې له ایران هېواد څخه پېرل شوي، نور د اړتیا وړ توکي یې د افغانستان له بازاره ترلاسه شوي دي. نوموړې زیاته کړه چې د دغه دستګاه بیه بازار کې سل زره افغانۍ ده خو د ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون د اکسیجن تولیدولو دستګاه باندې ۳۲ زره افغانۍ لګښت راغلی چې له نیمایي څخه په ټيټه بیه پلورل کېږي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د کرونا ویروس لومړۍ څپې په اوج کې ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون Ventilator یا د مصنوعي ساه تولید ماشین تولید کړ چې د کرونا ویروس ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې یې حیاتي رول ولوباوه. د دې دستګاوو جوړول په دې بېړنیو شرایطو کې او د روغتونونو اړتیا ته په پام سره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS