د لوړو زده کړو وزارت د مرکز د یوه (KVA 880) جنراټور د تهیې، نصبولو او منتاژ پروژه
Publish Date
Closing Date
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره : MOHE/1400/G-03135
لوړو زده کړو وزارت ټولو په شرایط برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لوړو زده کړو وزارت د مرکز د یوه (KVA 880) جنراټور د تهیې، نصبولو او منتاژ پروژې په پروسه کې ګډون وکړي او خپل آفرونه دې د شرطپاڼې شرایطو، د ا. ا. ج تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم په سرتړلې بڼه وړاندې کړي.
د اړوند شرطپاڼې ترلاسه کول:
له www.npa.gov.af ، www.ageops.net ويبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت د تدارکانو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د آفرونو سپارلو نېټه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر روان کال د زمري ۲یمې نېټې د سهار ۱۰ بجو پورې ترسره کېږي چې د آفر سپارلو وروستۍ نېټه ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیستغونډه روان کال د زمري په ۲یمه د شنبې ورځ د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو سالون کې ترسره کېږي چې کارته چهار، درېیمه ناحیه، کابل، افغانستان کې موقعیت لري.
د آفر تضمین:
د آفر تضمین د بانکي ګرنټي په بڼه ( ۴۰۰۰۰) څلور سوه زره افغانۍ دی.
د آفر تضمین باید د آفر د اعتبار مودې څخه ۲۸ ورځې ډېر وي، یانې د آفر پرانیستلو له نېټې څخه تر ۱۱۸ ورځو پورې د اعتبار وړ وي.
د بانک تضمین دې د شرطپاڼې د اتمې برخې سره سم د بانکي تضمین فورم په کارولو سره وړاندې شي چې د تضمینونو فورمونه پکې شامل دي. د اړوند پروژې د داوطلبۍ شمېره، نېټه، اندازه او د هغې ټول متنونه باید کره وي کومه قلمي تېروتنه ونه لري.
د آفر تضمین باید د هغه شرکت د نوم لاندې چمتو شي چې د شرکت په جواز کې لیکل شوی، د هغې کاپي او سکن د منلو وړ نه دی او اصلي نسخه یې باید وسپارل شي. که چېرې غوښتونکي ګډ وي نو د آفر تضمین باید د شریک په نوم چمتو شي او د شریکانو مهر او لاسلیک اړین دی.
یادونه: که چېرې د داوطلبۍ خبرتیا نېټې او د داوطلبۍ اسنادو ترمنځ توپیر وي نو په شرطپاڼه کې ټاکل شوې نېټه د اعتبار وړ ده او د داوطلبۍ څخه مخکې غونډه به په۱۴۰۰/ څنګاښ/ ۲۳مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست د غونډو په سالون کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸