په پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې د اداري مسئولینو د پام وړ!

Akmal_admin
قابل توجه مسئوولان محترم نهاد های تحصیلات عالی کشور!

په پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې د اداري مسئولینو د پام وړ!

د پوهنتونونو/ لوړو زده کړو مؤسسو ټول محترم رئیسان، مرستیالان، د پوهنځیو رئیسان، د ډيپارټمنټونو آمران

او نور اداري مسئولین د لاندې ټکو په عملي کولو مکلف دي:

1 تر ممکن حده پورې باید استاذانو او زده کړیالانو ته په تدریس ي چارو کې اسانتیاوې برابرې شي.

2 استاذان دې ته تیار شي او زمینه ورته برابره شي، ترڅو د اړوندو مقرراتو او درسي نصاب )کاریکولم( مطابق په ټاکل شوي وخت کې د درسونو پاتې برخې تکمیل کړي .

3 د استاذانو، زده کړیالانو او اداري کارکوونکو ستونزې او مشکلات باید په اصولي ډول په خپل وخت حل شي

او د ضرورت په وخت کې باید د وزارت له مقام/ اړوند ریاست سره شریک شي.

4 استاذان او اداري کارکوونکي باید د خپلو ټولو مسئولیتونو په ترسره کولو مکلف شي. هغه کسان، چې په خپلو مسئولیتونو کې وظیفوي غفلت کوي، باید اصولي او قانوني چلند ورسره وش ي او په دې برخه کې د چا شخص ي لحاظ ونه ساتل شي.

5 زده کړیالانو ته د زده کړې او اوسېدنې او اداري کارکوونکو ته د کار لپاره باید داس ې چاپېریال برابر شي، چې له اسلامي او ملي ارښتونو سره په ټکر کې نه وي او شرعي مشکلات ونه لري.

6 زده کړیالان او اداري کارکوونکي باید مکلف ش ي، ترڅو په شرعي او ملي جامه کې خپلو درسونو او کارونو ته حاضرش ي او وهڅول شي، چې خپل سیرت او صورت له اسلامي شریعت سره برابر کړي.

7 د استاذانو، زده کړیالانو او اداري کارکوونکو حاضریانې باید په پوره دقت او خپل وخت کنټرول ش ي، په دې برخه کې اړوند اصول په پوره جدیت پلي ش ي او هېچا ته استثنأ ورنه کړل شي.

8 په پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې شته اجناس، وسایط او امکانات باید په مؤثر او اصولي ډول استعمال شي، له ضایع کېدو او خرابېدو څخه وژغورل ش ي او په دې برخه کې هر ډول بې باکي او بې غوري

نه بښونکی عمل دی.

9 د مالي، اداري او خلاقي فساد مخنیوي ته باید پوره او ځانګړې توجه وش ي او په دې برخه کې هېڅ ډول وظیفوي

غفلت د بښنې وړ نه دی.

10 په پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو کې باید هېچا ته اجازه ورنه کړل ش ي، ترڅو تر مختلفو نومونو او

عنوانونو لاندې داس ې حرکتونه او فعالیتونه ترسره کړي، چې د زده کړیالانو تدریس ي بهیر ته زیان ورسوي،

عامه نظم اخلال کړي او د زده کړیالانو او اداري کارکوونکو ترمینځ د اختلاف او نفرت لامل ش ي.

11 کورني او به رني خبریالان اجازه نه لري، چې په خپل سر پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ته داخل ش ي،

تصویرونه واخلي او د استاذانو، زده کړیالانو او اداري کارکوونکو سره مرکې وکړي.