په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدارو پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونډه ترسره شو.

Akmal_admin
خميس, يونيو 02 2022 5:21 صباحا
g

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدارو پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونډه ترسره شو.

‌ په ياده پرانېست غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمی معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کنټرول معین انجنیر مجیب الرحمن عمر ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال انجنير عبدالرشيد اقبال او د ياد پوهنتون مسؤلينو پکې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه پوهنتون او د منځنۍ اسیا د نورو پوهنتونونو ترمنځ د اړېکو د ټینګښت، د علمي سیالیو د ترسره کولو او په سیمه او نړۍ کې د اوبو د سرچینو د اهمیت په اړه خبرې وکړې .نوموړی تولوهغه علمي کادرونو او محصلینو ته چې په دي سیالیو کی برخه اخلی د بریا هیله وښوده.

دغه راز د کابل پولي تخنيک پوهنتون رئيس انجنير عبدالرشيد اقبال د یاد المپیا ترسره کول د نویو استعدادونو د ودې او په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د کادرونو د جلب او جذب لپاره یو ښه فرصت یاد کړ او د منځنۍ اسیا د پوهنتونونو ترمنځ یې د المپیاد ترسره کول د سیمې لپاره ګټور وبلل.

ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کنترول معین انجنیر مجیب الرحمن عمر د سیمې په کچه د داسې سیالیو پر لاره اچولو له امله د قزاق جرمن پوهنتون څخه مننه و ګړه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون ستاینه يې وکړه چې، په ملي سطحه د داسې پروګرامونو کوربتوب کوي، نوموړي همدارنګه زیاته ګړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت به په دې برخه کي هیڅ ډول همکاري و نه درېغوي.

د غونډې په پای کې په آنلاین ډول د مختلفو هېوادونو څخه د ګدونوالو نظرونه واورېدل شول.

Latest news

جمعة, فبراير 28 2025 4:28 صباحا
Background image

التقى وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، في مكتبه الرسمي مع نائب ممثل اليوناما، أندريکا راتوات.

 

رحب معالي الوزير بنائب ممثل اليوناما، قائلا: "يسرني أنكم ترون الوضع الحقيقي لأفغانستان عن قرب، وهذا أمر في غاية الأهمية لكي يصل الواقع الحقيقي لأفغانستان إلى المجتمع الدولي."

 

أضا. . .

BACK TO NEWS