په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدارو پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونډه ترسره شو.
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدارو پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونډه ترسره شو.
په ياده پرانېست غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمی معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کنټرول معین انجنیر مجیب الرحمن عمر ، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئيس پوهنوال انجنير عبدالرشيد اقبال او د ياد پوهنتون مسؤلينو پکې ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه پوهنتون او د منځنۍ اسیا د نورو پوهنتونونو ترمنځ د اړېکو د ټینګښت، د علمي سیالیو د ترسره کولو او په سیمه او نړۍ کې د اوبو د سرچینو د اهمیت په اړه خبرې وکړې .نوموړی تولوهغه علمي کادرونو او محصلینو ته چې په دي سیالیو کی برخه اخلی د بریا هیله وښوده.
دغه راز د کابل پولي تخنيک پوهنتون رئيس انجنير عبدالرشيد اقبال د یاد المپیا ترسره کول د نویو استعدادونو د ودې او په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د کادرونو د جلب او جذب لپاره یو ښه فرصت یاد کړ او د منځنۍ اسیا د پوهنتونونو ترمنځ یې د المپیاد ترسره کول د سیمې لپاره ګټور وبلل.
ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کنترول معین انجنیر مجیب الرحمن عمر د سیمې په کچه د داسې سیالیو پر لاره اچولو له امله د قزاق جرمن پوهنتون څخه مننه و ګړه او د کابل پولي تخنیک پوهنتون ستاینه يې وکړه چې، په ملي سطحه د داسې پروګرامونو کوربتوب کوي، نوموړي همدارنګه زیاته ګړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت به په دې برخه کي هیڅ ډول همکاري و نه درېغوي.
د غونډې په پای کې په آنلاین ډول د مختلفو هېوادونو څخه د ګدونوالو نظرونه واورېدل شول.