په کابل پوهنتون کې «د انسان او حیوان تر منځ ګډو ناروغیو (زونوز) په ځانګړي ډول کانګو تبې» تر عنوان لاندې ملي کنفرانس ترسره شو.

۱۴۴۳/۱۲/۶
۱۴۰۱/۴/۱۴
په کابل پوهنتون کې «د انسان او حیوان تر منځ ګډو ناروغیو (زونوز) په ځانګړي ډول کانګو تبې» تر عنوان لاندې ملي کنفرانس ترسره شو.
په دې کنفرانس کې، چې د کابل پوهنتون وترنري پوهنځی په نوښت جوړ شوی و، د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو مسؤلانو، یو شمېر علماء کرامو، متنفذینو، د شاروالۍ د نواحیو وکیلانو، د کابل طبي پوهنتون او د انسان او حیوان د روغتیا په برخه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او سرپرست وزیر په یاد کنفرانس کې د کابل پوهنتون په ځانګړي ډول وترنري پوهنځۍ له مسؤلانو څخه د مننې تر څنګ، خلکو ته د پوهاوي په برخه کې د علمي مرکزونو د رسالت او دا ډول کنفرانسونو جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د علمي ـ څېړنیزو کنفرانسونو جوړول او د خلکو د پوهې لوړول؛ د علمي مرکزونو اساسي دنده ده، چې له نېکه مرغه کابل پوهنتون دغه دنده په یوه مناسب وخت کې تر سره کړه.»
دوکتور لطف الله خیرخواه د اسلام له نظره د ساري نارغیو د وقایې په برخه کې معلومات وړاندې کړل، له علماوو او اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې د یاد کنفرانس د پیغام لېږدولو او په یاده برخه کې د خلکو د پوهې لوړولو هڅه وکړي.
وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د کابل پوهنتون وترنري پوهنځی رئیس دوکتور شیرشاه سادات، د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس څانګې رئیس ډاکټر احدي او د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او حیواني روغتیا برخې عمومي رئیس مفتي ذاکرالله د یاد کنفرانس د موخو، د اسلام له نظره د روغتیا د ارزښت، د لوی اختر په ورځو کې د کانګو تبې د خطرونو، د مختلفو ناروغیو د وقایې د ارزښت، د عامه پوهاوي په برخه کې د اکاډمیکو او اړوندو ادارو د مسؤلیت، په ټولنه کې د وترنرانو او د وترنري کادرونو د رول او له انساني طب سره یې د اړیکو په اړه او همدارنګه د یادې ناروغۍ او نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په پار یې د عامه پوهاوي په برخه کې د علماوو، ښوونځیو استادانو، محصلانو او د ټولنې متنفذینو د رول او مسؤلیت په اړه په خپل وار سره خبرې وکړې.
د کنفرانس په دویمه برخه کې پوهنوال ډاکټر احمد جان آبي انسان او حیوان ته د زونوز ناروغیو په لېږد کې د کنو د رول، پوهنوال ډاکټر اسدالله صمدي د زونوز ناروغیو او د انسان او حیوان روغتیا ته یې د رسوونکو خطرونو او د کانګو له تبې سره د مبارزې او مخنیوي په اړه خپل ترتیب شوي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.