په کابل پوهنتون کې «د انسان او حیوان تر منځ ګډو ناروغیو (زونوز) په ځانګړي ډول کانګو تبې» تر عنوان لاندې ملي کنفرانس ترسره شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۱:۱۵
sdgdg

۱۴۴۳/۱۲/۶

۱۴۰۱/۴/۱۴

په کابل پوهنتون کې «د انسان او حیوان تر منځ ګډو ناروغیو (زونوز) په ځانګړي ډول کانګو تبې» تر عنوان لاندې ملي کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې، چې د کابل پوهنتون وترنري پوهنځی په نوښت جوړ شوی و، د لوړو زده کړو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو مسؤلانو، یو شمېر علماء کرامو، متنفذینو، د شاروالۍ د نواحیو وکیلانو، د کابل طبي پوهنتون او د انسان او حیوان د روغتیا په برخه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او سرپرست وزیر په یاد کنفرانس کې د کابل پوهنتون په ځانګړي ډول وترنري پوهنځۍ له مسؤلانو څخه د مننې تر څنګ، خلکو ته د پوهاوي په برخه کې د علمي مرکزونو د رسالت او دا ډول کنفرانسونو جوړولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د علمي ـ څېړنیزو کنفرانسونو جوړول او د خلکو د پوهې لوړول؛ د علمي مرکزونو اساسي دنده ده، چې له نېکه مرغه کابل پوهنتون دغه دنده په یوه مناسب وخت کې تر سره کړه

دوکتور لطف الله خیرخواه د اسلام له نظره د ساري نارغیو د وقایې په برخه کې معلومات وړاندې کړل، له علماوو او اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې د یاد کنفرانس د پیغام لېږدولو او په یاده برخه کې د خلکو د پوهې لوړولو هڅه وکړي

وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د کابل پوهنتون وترنري پوهنځی رئیس دوکتور شیرشاه سادات، د عامې روغتیا وزارت د سرویلانس څانګې رئیس ډاکټر احدي او د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنې او حیواني روغتیا برخې عمومي رئیس مفتي ذاکرالله د یاد کنفرانس د موخو، د اسلام له نظره د روغتیا د ارزښت، د لوی اختر په ورځو کې د کانګو تبې د خطرونو، د مختلفو ناروغیو د وقایې د ارزښت، د عامه پوهاوي په برخه کې د اکاډمیکو او اړوندو ادارو د مسؤلیت، په ټولنه کې د وترنرانو او د وترنري کادرونو د رول او له انساني طب سره یې د اړیکو په اړه او همدارنګه د یادې ناروغۍ او نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په پار یې د عامه پوهاوي په برخه کې د علماوو، ښوونځیو استادانو، محصلانو او د ټولنې متنفذینو د رول او مسؤلیت په اړه په خپل وار سره خبرې وکړې.

د کنفرانس په دویمه برخه کې پوهنوال ډاکټر احمد جان آبي انسان او حیوان ته د زونوز ناروغیو په لېږد کې د کنو د رول،  پوهنوال ډاکټر اسدالله صمدي د زونوز ناروغیو او د انسان او حیوان روغتیا ته یې د رسوونکو خطرونو او د کانګو له تبې سره د مبارزې او مخنیوي په اړه خپل ترتیب شوي پرېزنټېشنونه وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS