د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دیني علماء کرامو کلنۍ ازموینو د بهیر څخه د څارنې او کتنې په لړ کې نن د کندهار ولایت ديني مدرسو له ازموینې څخه لیدنه او څارنه وکړه.

nasir_admin
ثلاثاء, يناير 23 2024 7:58 صباحا
dfhgfhfghgf


د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د یادو ازموینو بهیر د څارنې او کتنې ترڅنګ، په جهادي مدرسه، احمد شاه بابا لېسه او د کندهار ولایت تجربوي لېسه کې د ازموينې پروسې او نورو اړونده موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همداراز د ممتحنو علماء کرامو څخه وغوښتل چې په دقت او پوره نظم سره د ازموينې پروسه مديريت کړي او ازموينې ګډونوالو سره د ستونزو په حل کې په ورين تندي مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ازموينو کې د هېواد ديني مدرسو عالميې، عاليې او خامسې دورو طلباء کرامو او فاضلانو ګډون کړی، چې د ازموينې پروسه يې د جدي میاشتې په ۳۰مه نېټه پيل او د دلوې مياشتې تر ۵مې نېټې پوري به دوام وکړي.
 

Latest news

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

خميس, مارس 27 2025 5:22 صباحا
Background image

تم تقديم الشيخ عبد الله سيحان، وكيل شؤون الطلاب الذي تم تعيينه حديثا في وزارة التعليم العالي لموظفي الوزارة المذكورة


في القاعة العامة للمؤتمرات التابعة لوزارة التعليم العالي، وحضور وزير التعليم العالي بالوكالة وأعضاء الهيئة القيادية، ونائب رئيس الشؤون الإدارية، وعدد من رؤساء المؤسسات المركزية. . .

BACK TO NEWS