د کابل ښووڼې او روزنې پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا  !

nasir_admin
Mon, Apr 08 2024 7:20 AM
1515100

Closing Date


کابل ښووڼې او روزنې پوهنتون د دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا او ماسترۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري. 

د  ارواپوهنې پوهنځی؛
* عمومي اروا پوهنې ډیپارټمنټ (۲) بسته. دویم ځل، دکتور او ماستر لپاره. 
•لارښووني او مشاورې ډیپارټمنټ (۲) بسته. درېیم ځل دوکتور، ماستر او لېسانس لپاره. 

داوطلبان کولای شي، چې د ۱۹/۱/۱۴۰۳هـ.ش څخه تر  ۳۱/۱/۱۴۰۳هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.