د ۱۴۰۳هـ ش کال ماسترۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې خبرتيا !
دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملی پوهنتون په ۱۴۰۳ کال کې د همدي پوهنتون او د هندوستان هیواد (IARI) پوهنتون ماسټرۍ ګډو پروګرامونو لپاره په لاندي پوهنځیو او څانګو کې نوي محصلین جذبوي، په شرایطو برابر کسان کولای شي چې د ۲۰/۴/۱۴۰۳ څخه تر ۱۰/۵/۱۴۰۳هـ ش نېټې پوري چې د ۱۰/۷/۲۰۲۴ څخه تر۳۱/۷/۲۰۲۴ نیټې سره سمون لري، د اناسټو پوهنتون ته دنوم لیکنې لپاره مراجعه وګړي.
۱- د نباتي علومو پوهنځي:
• اګرانومي څانګه.
• هارتیکلچر څانګه.
• نبات ژغورنه څانګه.
• خاوره پوهنه او اوبو لګولو مدیریت څانګه.
• نباتاتو اصلاح څانګه.
۲- دحیوانی علومو پوهنځی:
• مالدارۍ څانګه
۳- د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځی:
• کرنیز اقتصاد څانګه.
• کرنیزه توسعه څانګه.
هغه داوطلبان چې د ماسترۍ پروګرام کې د ګډون لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کوي، باید لاندې شرایط په پام کې ولري:
۱- هغه کسان چې د آزاد رقابت له لارې په نوموړې پروسه کې ګدون کوي، لومړی د پوهنتون ریاست مقام ته عریضه وړاندې کړي.
۲- په اړونده څانګه کې دلوړو زده کرو وزارت لخوا تائید شوی ډیپلوم او نمراتو ټرانسکريپټ ولري .
۳- د لېسانس د دورې د نمراتو منځنۍ سلنه يې باید له ۶۵٪ څخه کمه نه وي.
۴- انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل .
۵- داخل د خدمت کار کوونکي باید د مسلک په لحاظ برابر اشخاص وي.
۶- هغه اشخاص چې دیوې رسمي ادارې څخه معرفې کیږي، باید د نوموړې ادارې رسمي معرفت او موافقت لیک ولري.
۷- هر کاندید باید د لوړو زده کړو وزارت د ماسترۍ د لایحې مطابق د فیس ورکړی وړتیا ولري.
۸- هر کاندید باید د لاندې اسنادو په وړاندې کولو سره په نوموړی پروسه کې ګدون وکړي.
• اصلي ډیپلوم،
• اصلي د نمراتو ټرنسکريپټ،
• اصلي تذکره،
• پاسپورت سایز ۳ قطعې عکسونه،
۹- يادونه!
د يوې فورمې قیمت (۵۰۰) افغانۍ دی .