د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پاکستان د «CPSP» کالج له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.

nasir_admin
Mon, Sep 02 2024 1:08 PM
728737828000

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په داسې حال کې چې د مرکزي څانګو او تدریسي روغتونونو یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، د پاکستان د «CPSP» کالج له رئیس او مل پلاوي سره وکتل او افغانستان سره یې د ياد کالج، په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاريو اړوند خبرې وکړې. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د طبي او تدريسي روغتونونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې افغانستان له نږدې نيمې پېړۍ راهيسې له ګڼو ستونزو سره مخ و چې په پايله کې يې زیربناوو ته ډېر زیان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، چې له نېکه مرغه افغانستان له تحولاتو وروسته د خپلو ستونزو حل لپاره پروګرامونه او پلانونه په لاس کې لري او په دې برخه کې د ګاونډي هېواد پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي له ياد پلاوي وغوښتل، چې د طب په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

ورپسې د پاکستان د «CPSP» کالج رئیس پروفیسور ډاکټر محمد شعیب شفیع د یوه پریزنټیشن پر مټ، د یاد کالج په اړه مفصل معلومات ورکړل او ویې ویل چې دوی د افغان ډاکټرانو د تخصص او په افغانستان کې د یاد کالج د نمایندګۍ دفتر د جوړولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

د هغوی په وینا دا مهال په ۲۷ طبي برخو کې شاوخوا ۳۰۰ افغان ډاکټران د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې تخصصي زده کړې کوي او همدارنګه ۱۸ یې فارغ شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د «CPSP» کالج په یاد هېواد کې د ماسټرۍ تر کچې د روغتيايي لوړو زده کړو په برخه کې يوه خپلواکه اداره ده، چې پر پاکستان سربېره په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم خپلې نمایندګۍ لري.

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ ق د صفرالمظفر ۲۹ مه

 ۱۴۰۳ هـ ش د سنبلې ۱۲ مه

  ۲۰۲۴ م د سپټمبر ۲ مه

Latest news

Wed, Mar 12 2025 8:08 AM
Background image

A bilateral cooperation agreement signed between the Ministry of Higher Education and the Ministry of Agriculture, Irrigation, and Livestock


The purpose of signing this agreement is to share research experiences and provide practical work opportunities for the students of educational institutions.
The signing ceremony of. . .

BACK TO NEWS