د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په حضور کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له استادانو سره اصلاحي ـ علمي غونډه وشوه

naser_admin
Thu, Oct 31 2024 2:05 PM
Gjohfdhhb

 

په کابل ښوونه او روزنه پوهنتون کې په همدې مناسبت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس، د کابل علماوو شورا رئیس، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مشرتابه پلاوي او استادانو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې استادانو ته وویل چې تاسو د ټولنې مهم خلک یاست، د هېواد ابادول ستاسو مسؤلیت دی. هغه زیاته کړه: «هغه خلک چې علم لري، په دنیا او اخرت کې به بریالي او سرلوړي وي.»

 

نوموړي استادانو ته سپارښتنه وکړه چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه شي، د دیني او عصري علومو تر منځ واټن ختم او خپل ځان له نبوي سنتو سره برابر کړي. هغه له استادانو وغوښتل چې د محصلینو سالمه فکري روزنه وکړي او ټولنې ته متعهد او بااستعداده بشري ځواک وړاندې کړي.

 

وروسته د کابل علماوو شورا رئیس شیخ الحدیث خلیفه صاحب دین محمد، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید بشیرآغا هاشمي د علم پر ارزښت او د جهل له منځه وړلو، د اسلامي علماوو تاریخ او د استاد پر مسؤلیتونو خبرې کړې. 

 

نېټه: پنجشنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۸ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۱۰ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۳۱ مه

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS