د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون (NUSSJ) نړیوال ژورنال پرانیسته وکړه.

naser_admin
Sun, Nov 17 2024 4:31 PM
Drrrtyttttttt

 

ننګرهار پوهنتون د بایو ساینس په برخه کې د نړیوال ژورنال له ایجاد وروسته دا ځل د ټولنیزو علومو په برخه کې دویم نړیوال ژورنال (NUSSJ) پر لیکه او پرانیسته، چې په لومړۍ ګڼه کې یې د ننګرهار، پروان او الفلاح پوهنتونونو د استادانو ۶ مقالې خپرې شوې.

 

د یاد ژورنال د پرانیستي پر مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ننګرهار پوهنتون څېړنیز او علمي نوښتونه وستایل، د یاد ژورنال پر لیکه کېدل یې د څېړونکو د نظریاتو تبادلې په برخه کې مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه: «دا چاره به د افغانستان او نړۍ پوهنتونونو او څېړنیزو مراکزونو تر منځ د همکارۍ او اړیکو د پیاوړتیا باب پرانیزي.»

 

د یادونې وړ ده چې دغه ژورنال په یوه کال کې د مقالو څلور ګڼې نشر او چاپوي، چې راتلونکې ګڼې لپاره د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري میاشت تر ۳۰ مې نېټې پورې د استادانو، څېړونکو او لیکوالانو مقالې مني.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۵مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۷مه

۲۰۲۴م، د نومبر ۱۷مه