د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او د دغه وزارت معین صاحبانو د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو نړیوال کنفرانس د دویمې ورځې مقالې واورېدې او د کنفرانس له جریان څخه یې څارنه وکړه

naser_admin
Tue, Feb 25 2025 3:04 PM
Dcghjokmnvffg

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د دغه وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي او مالي او اداري معین الحاج حافظ مولوي محمد حامد حسیب د اوبو نړیوال کنفرانس دویمه ورځ کې د داخلي او بهرنیو استادانو له لوري وړاندې کېدونکې مقالې واورېدې او د کنفرانس جریان یې له نږدې وڅاره. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کنفرانس کې وړاندې کېدونکې مقالې په هېواد کې د اوبو اړوند ستونزو پر وړاندې مهمې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې دغه څېړنې او طرحې به د عملي کولو په موخه د ا.ا.ا سکتوري ادارو سره شریکوي. 

 

د یادونې وړ ده چې د اوبو نړیوال کنفرانس په دویمه ورځ د داخلي او بهرنیو استادانو او متخصصینو له لوري په ۶ محلونو کې د اوبو اړوند شاوخوا ۸۰ علمي څېړنیزې مقالې وړاندې شوې او د ګډونوالو تر منځ ګډ بحثونه وشول.

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د شعبان المعظم ۲۶مه

۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۷مه

۲۰۲۵م، د فبروري ۲۵مه

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS