د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

naser_admin
Wed, Feb 26 2025 1:32 PM
Rfghjjknbvvffffgg

 

د یاد کنفرانس په پای مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره شریکوي او عملي کول به یې څاري. 

 

نوموړي وویل دا نظام خپل مکلفیت بولي چې د هرې برخې له متخصصینو سره په اړوندو موضوعاتو کې مشورې وکړي او یاد کنفرانس یې د دغې چارې یوه ښه بېلګه وبلله. دغه راز له بهرنیو استادانو یې وغوښتل چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې دغه وزارت د تحصیلي نهادونو لابراتوارونو لپاره په روان کال کې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل پېرلي او علمي څېړنو ته ژمن دی.

 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاء الرحمن اریوبي وویل چې اوبه د هېواد لپاره مهمه موضوع ده او پر دې موضوع د نورو څېړنو او کنفرانسونو اړتیا ده څو غوره پایلې تر لاسه کړو.

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج حافظ مولوي محمد حامد حسیب وویل چې د دې کنفرانس یوه ګټه دا وه چې موږ یې د اوبو کارونه کې د اصراف مخنیوي پر وړاندې خپل فردي او ټولنیز مسؤلیت ته متوجه کړو.

 

یاد کنفرانس، چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړ شوی و، د داخلي تحصیلي نهادونو استادانو سربېره د ۱۱ بهرنیو هېوادونو استادان او متخصصین هم ورته راغلي وو، چې د کنفرانس په دریو ورځو کې یې خپلې علمي څېړنیزې مقالې وړاندې کړې او ګډ بحثونه یې وکړل. 

 

د دغه کنفرانس په دریو ورځو کې د اوبو اړوند ۱۳۵ مقالې، چې ۳۵ یې د بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا وې، په انلاین او حضوري بڼه وړاندې شوې.

 

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو نړیوال کنفرانس کې د داخلي استادانو سربېره د روسيې، ایران، امریکا، انګلستان، چک، سلواک، سریلانکا، پاکستان، هندوستان، نيپال، فلیپین او ترکیې هېوادونو استادانو او متخصصینو هم ګډون کړی و.

 

کنفرانس د تندیسونو، تصدیق پاڼو او ستاینلیکونو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د شعبان المعظم ۲۷مه

۱۴۰۳هـ.ش، د کب ۸ مه

۲۰۲۵م، د فبروري ۲۶ مه

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS