د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حضور کې پیل او د یاد کنفرانس شاوخوا دوه زره او شپږ سوه ګډونوالو ورسره خپل بیعت تازه کړ 

naser_admin
Tue, Apr 22 2025 6:37 AM
65465100

 

د لوړو زد ه کړو وزارت په رهبرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري، په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» د لوړو زده کړو، وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس، د مرکزي دارالافتاء رییس، د کندهار ولایت امنیه قوماندان، هلمند ولایت د علماوو شورا رییس، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییس صاحبانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو په ګډون سره پیل شو.

د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله تعالی ورعاه وویل چې په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره اېمان قوت مومي، داسې مجلسونه په دې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي. همدا راز د علم پر ارزښت یې خبرې وکړې او ویې ویل: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه وویل چې په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي. او علماء کرامو ته یې سپارښتنه وکړه چې علم نورو ته ورسوي، ځکه رسول الله ﷺ د ذاکرینو او متعلمینو په مجلسونو کې د متعلمینو مجلس او ناسته غوره کړې ده.
امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو، د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته او د امارت مسؤلینو ته یې وویل: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ، اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه وویل چې کفارو په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده، چې ټول یې په ګډه باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړو. 

عالیقدر مشرتابه حفظه الله تعالی ورعاه د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې وویل زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم، که تاسو هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نشي چې په مابین کې ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.
 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاد کنفرانس کې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ورعاه له حضور څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د بیعت مانا د خپل ځان او مال واک، د مسلمانانو امیر په واک کې ورکول او په بدل کې یې د الله تعالی دین قائمولو غوښتنه ده.
 
د یادونې وړ ده چې د دغه کنفرانس شاوخوا ۲ زره او شپږ سوه ګډونوالو د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه سره په پوره مینه او ولولو خپل بیعت تازه کړ. 

هېره دې نه وي چې د دغه کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې شي.

Latest news

BACK TO NEWS