تر دا مهال په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاوخوا (۱۰۰) ملي او نړۍوال ژورنالونه جوړ شوي دي.

naser_admin
Sun, May 18 2025 9:58 AM
546423100

د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په علمي او اکادمیک نظام کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي. له دې جملې څخه یو مهم پرمختګ د ملي او نړۍوالو علمي ژورنالونو تاسیس او فعالول دي.

په امارتي پوهنتونونو کې تر اوسه (۵۲) ملي ژورنالونه جوړ شوي دي، چې له دې ژورنالونو څخه د هېواد په دننه د علمي څېړنو، مقالو خپراوي او علمي تبادلې لپاره ګټه اخیستل کیږي. 

سربېره پر دې (۷) نړۍوال ژورنالونه په کابل پوهنتون کې د طبیعي علومو د بیا کتنې، د ټولنیزو او بشري علومو او د اسلامي مطالعاتو(شرعیات) ژورنالونه، پولي تخنیک پوهنتون کې د انجینرۍ او ټکنالوژۍ نړۍوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړۍوال ژورنال، کابل طبي علومو پوهنتون کې د افغان طبي نړۍوال ژورنال، ننګرهار پوهنتون کې د حیاتي علومو نړۍوال ژورنال او په جوزجان پوهنتون کې د اسلامي مطالعاتو(شرعیات) نړۍوال ژورنالونه؛ د نړۍوالو اصولو او معیارونو پر اساس هم تاسیس شوي دي چې د کور دننه لیکوالانو ترڅنګ، نړۍوالو لیکوالانو ته هم پکې د مقالو نشرولو فرصت ورکړل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست مسوولینو په وینا؛ تېر کې افغان استادانو او څیړونکو په ډیرو ستونزو او لوړ لګښت خپلې علمي-څیړنېزې مقالې په یو نړۍوال ژورنال که به نشرولې او کله ناکله به د جعلي ژورنالونو ښکار هم کیدل، چې له نېکه مرغه اوس د هېواد په دننه دا اسانتیاوې استادانو او څېړونکو ته برابر شوي دي او استادانو لپاره د علمي ترفیعاتو په برخه کې هم ګټور دي .
 
همدارنګه په خصوصي پوهنتونونو کې (۲۴) ملي ژورنالونه او (۱۱) نړۍوال ژورنالونه جوړ شوي دي، چې دا ملي او نړۍوال ژورنالونه د هېواد تحصیلي نظام او په ځانګړي ډول د خصوصي پوهنتونونو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

باید وویل شي چې د شاوخوا سلو ملي او نړۍوالو ژورنالونو ایجاد د افغانستان علمي او اکاډمیکې ټولنې لپاره یو مهم او ستر تاریخي پرمختګ شمېرل کیږي. دا پرمختګونه به نه یوازې د استادانو او څېړونکو لپاره د علمي مقالو د خپرولو زمینه برابره کړي، بلکې د نړۍوالو څېړنیزو حلقو سره د اړیکو او همکارۍ دروازې به هم پرانیزي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS