د لړم مياشتې په ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون درسونه بېرته پيلېږي

baqir_admin
Wed, Nov 04 2020 6:16 AM
ش

د کابل پوهنتون درسونه به د لړم مياشتې په ۱۴مه د ۴ شنبې په ورځ بېرته پيل شي.

د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري ډلې په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيالان هم حاضر وو، د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د کابل پوهنتون د محصلينو درسونه به سر له سبا څخه بېرته پيل شي.

همداراز په دې غونډه کې د لړم د ۱۲مې ترورېستي پېښې د قربانيانو د يادګاري څلي چې د پېښې د شهيدانو نومونه به هم پرې ليکل کېږي جوړول، د کابل پوهنتون په تاريخ کې د لړم ۱۲مه د يوې تورې ورځې په توګه يادول او په کليزه کې يې ځای پر ځای کول او د يادو شهيدانو له پاره د فاتحې د مراسمو د نيولو په اړه لازم تصميمونه او بحثونه وشول.

د يادولو وړ ده چې د تېرې ورځې په سهار د دين او وطن دښمنانو، پر کابل پوهنتون بريد وکړ او د دې پوهنتون يو شمېر استادان، کار کوونکي او محصلين يې شهيدان او ټپيان کړل.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS