د ایدکس او افغان ایکس د آنلاین کورسونو د دریمې دورې د ۹ پوهنتونون د دریمې دورې د ګزارش ورکولو ناسته پیل شوه

baqir_admin
Wed, Feb 03 2021 5:26 AM
g

د هېواد له نهو پوهنتونونو څخه د آنلاین ایډکس او افغان ایکس کورسونو د پرمختګ په اړه د راپور ورکولو درېیم پړاو د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ ترسره شو.

په پام کې ده چې آنلاین روزنیز کورسونه د ایډکس نړيوالو پلټفورمونو او په افغان داخلي پلټفورم کې ژر تر ژره د ګټې اخیستنې له پاره چمتو شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په داسې حال کې چې د اکاډمیکو چارو د علمي معینیت سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د علمی پروګرامونو د پراختیا رییس پوهنوال صدیق الله بارکزي او د نهو پوهنتونو ريیسانو، علمي مرستیالانو او د الکټرونیکي زده کړو د کمېټو مسؤلین موجود وو. په یاد شوو پلټفورمونو کې د ۹ دولتي پوهنتونونو له خوا د آنلاین روزنې کورسونو د بشپړېدو په اړه د راپورونو د اورېدو ترڅنګ، یاد کورسونه د هېواد د پوهنتونونو د علمي کیفیت په لوړولو کې خورا ارزښت لرونکي وبلل او د نظام د پالیسۍ اصل او د ملي او نړيوالې روحیې په پام کې نیولو سره د دې کورسونو د بشپړولو د پروسې پر ګړندي کولو او همدارنګه يې پر علمي معیارونو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د مخکښو پوهنتونونو په ځانګړي ډول له بلخ پوهنتون څخه مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د سلاکار په وینا، د دې پروګرامونو په بشپړېدو سره، په پام کې ده چې د یادو روزنيزو کورسونو په چمتو کولو کې په تدریجي ډول نور پوهنتونونه هم شامل شي او د ایډکس او افغان ایکس په پلټفورمونو کې خپاره شي.

دا پروګرام د هېواد پوهنتونونو ټولو استادانو او محصلينو ته د ټولو څانګو له مضامینو د ګټه اخیستلو فرصتونه برابروي. په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې د آنلاین پلټفورمونو کارول یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د کیفیت، علمي څېړنو د پروګرامونو او د تجربو تبادلې او د هېواد د لوړو زده کړو په پرمختګ او اعتبار ورکولو کې مهم رول لوبوي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د راپور ورکولو په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه، د هېواد د لویو شخصیتونو امیرعلي شیرنوایي، پاچاخان، امام بخاري او امام ترمزي اړوند علمي او څېړنیزو سیمینارونو ته چې چارې به يې روانې شي، په اشارې سره د هېواد له پوهنتونونو وغوښتل چې د افغانستان او ترکیې هېواد تر منځ د دیپلوماسۍ سل کلنې کليزې په نمانځغونډه کې خپلې مقالې او څېړنې شریکې کړي او په دې سیمینارونو کې فعال رول ولوبوي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS