د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم د هولټ پرایز نړیوال پروګرام د سیمه ییز سیالیو وروستي پړاو اتل شو

baqir_admin
Sat, Mar 06 2021 11:50 AM
ل

هرات پوهنتون کې د هولټ پرایز نړیوالې برنامې (Impact Summit) سیمه ییزې لړۍ وروستي پړاو پروګرام، د (خواړه د ښه ژوند له‌ پاره) تر عنوان لاندې جوړ او د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم پکې اتل شو.

دغه پروګرام د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د پوهنتون رهبري پلاوي، د متخصصینو شورا، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییسانو، د مدني ټولنې غړو او د هرات پوهنتون استادانو او محصلینو په حضور کې تر سره شوه.

د پروګرام په پیل کې، په افغانستان کې د هولټ پرایز دفتر مسوولې او په هرات کې د ام پکټ پروګرام رهبري کوونکې افسانه افشار وویل: «هولټ پرایز بنسټ هر کال د محصلینو تر منځ د مهمو جنجالي موضوعاتو په اړه سیالي جوړوي او د محصلینو نوښتګرو مفکورو پر اساس د حل لارې ورته پیداکوي

وروسته د هرات پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور عبدالله فایز په دغو لوبو کې د ګډون له کبله له استانوان او محصلینو مننه وکړه او ویې ویل؛ هغه طرحې چې ټولنیزې ستونزې کموي له یوه اړخه د پوهنتونونو علمي موقف ښيي او له بله اړخه له پوهې او ظرفیت لوړولو سره د محصلینو مینه په ډاګه کوي. دغه راز هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه ټیمونه به په نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري

د یادولو ده چې هرات پوهنتون د دوو ورځو له‌پاره په سیمه ییزه توګه د افغانستان پوهنتونونو د ۴۰ټیمونو کوربه و. د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ ګډون کوونکي ټیمونه معرفي شول او د پروګرام دوام، چې د سیالیو په اړه ښوونه وه، په اختیارالدین کلاه کې یې دوام وکړ

په دویمه ورځ ګډون کوونکو ټیمونو د هولټ پرایز سږني کال پروګرام (خواړه د ښه ژوند له ‌پاره) په اړه سیالي وکړه

وروسته د ټیمونو له منځ څخه شپږ غوره طرحې وټاکل شوې او له یوبل سره یې سیالي وکړه، چې په پای کې د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم (Taza Food Group) وتوانېد لومړی مقام تر لاسه کړي او د افغانستان په استازیتوب به د لندن اشریج قصر په لوبو کې ګډون کوي.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS