د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم د هولټ پرایز نړیوال پروګرام د سیمه ییز سیالیو وروستي پړاو اتل شو
هرات پوهنتون کې د هولټ پرایز نړیوالې برنامې (Impact Summit) سیمه ییزې لړۍ وروستي پړاو پروګرام، د (خواړه د ښه ژوند له پاره) تر عنوان لاندې جوړ او د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم پکې اتل شو.
دغه پروګرام د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د پوهنتون رهبري پلاوي، د متخصصینو شورا، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییسانو، د مدني ټولنې غړو او د هرات پوهنتون استادانو او محصلینو په حضور کې تر سره شوه.
د پروګرام په پیل کې، په افغانستان کې د هولټ پرایز دفتر مسوولې او په هرات کې د ام پکټ پروګرام رهبري کوونکې افسانه افشار وویل: «هولټ پرایز بنسټ هر کال د محصلینو تر منځ د مهمو جنجالي موضوعاتو په اړه سیالي جوړوي او د محصلینو نوښتګرو مفکورو پر اساس د حل لارې ورته پیداکوي.»
وروسته د هرات پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور عبدالله فایز په دغو لوبو کې د ګډون له کبله له استانوان او محصلینو مننه وکړه او ویې ویل؛ هغه طرحې چې ټولنیزې ستونزې کموي له یوه اړخه د پوهنتونونو علمي موقف ښيي او له بله اړخه له پوهې او ظرفیت لوړولو سره د محصلینو مینه په ډاګه کوي. دغه راز هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه ټیمونه به په نړیوالو لوبو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
د یادولو ده چې هرات پوهنتون د دوو ورځو لهپاره په سیمه ییزه توګه د افغانستان پوهنتونونو د ۴۰ټیمونو کوربه و. د دغه پروګرام په لومړۍ ورځ ګډون کوونکي ټیمونه معرفي شول او د پروګرام دوام، چې د سیالیو په اړه ښوونه وه، په اختیارالدین کلاه کې یې دوام وکړ.
په دویمه ورځ ګډون کوونکو ټیمونو د هولټ پرایز سږني کال پروګرام (خواړه د ښه ژوند له پاره) په اړه سیالي وکړه.
وروسته د ټیمونو له منځ څخه شپږ غوره طرحې وټاکل شوې او له یوبل سره یې سیالي وکړه، چې په پای کې د کابل طبی علومو پوهنتون ټیم (Taza Food Group) وتوانېد لومړی مقام تر لاسه کړي او د افغانستان په استازیتوب به د لندن اشریج قصر په لوبو کې ګډون کوي.