د لیسانس په کچه د لیبیا هیواد اسلامي دعوت فاکولتې د تحصيلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د اسلامي همکاریو سازمان کې د ا. ا. ج. دایمي استازولۍ، د یوه رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لهپاره، د اسلامي همکاریو سازمان غړو هیوادونو ته د لیبیا د اسلامي دعوت(بلنې) فاکولته (World Islamic Call Society) کې، په بیلابیلو تحصیلي څانګو کې لیسانس په کچه د تحصيلي بورسونو خبر ورکړی دی.
• لیسانس: قرآني علوم، دعوت او عربي ژبه، او په علمي برخو کې مالي او بانکدارۍ، اکونټېنګ، IT او کمپیوټر
د بورسونو شرایط:
• د نوماند د لیسې دورې د نومرو سلنه باید له ۷۰ پورته وي
• د نوماند عمر باید له ۲۳ کلونو پورته نه وي
• مجرد وي
• د بورس غوښتنلیک فورم بشپړول
• د نومرو د ټرانسکرېپټ کاپي
• د زېږون سند کاپي (Birth Certificate)
• د جرمي مسوولیت نه درلودو سند
• د روغتیایي معایناتو سند
• اته قطعې عکسونه (۶+۴)
• د پاسپورټ کاپي چې د اعتبار موده یې له درېیو کلونو کمه نه وي
• پیژندپاڼه
د یادونې ده چې د یادو بورسونو د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې ۳۱مې پورې ده.
پر شرایط برابرو مینوالو ته خبر ورکول کېږي؛ که چیرې د یاد هیواد تحصیلي بورسونو کې د نوم لیکنې غوښتونکي وي؛ د نوم لیکنې لهپاره دې له خپلو سندونو سره د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي، د سندونو له بشپړولو وروسته دې هغه admission@uic.edu.ly وېبپاڼې ته واستوي او د نوماندۍ سندونو سکن او کاپي دې د ۲۰۲۱م کال مارچ میاشتې ۳۱مې نېټې څخه مخکې وسپاري.
یاد ایمېل ته د سندونو استولو لارښود:
• سندونه باید په ښه کیفیت سکن شوي وي
• ټول سندونه باید پرته له عکس څخه په یو pdf فایل کې وي، د pdf فایل نوم او د نوماند عکس نوم باید په انګریزي او عربي ژبو وي.
• کوم ایمېل څخه چې سندونه استول کېږيي؛ له هغه څخه به د وروستۍ اطلاع رسونې لهپاره د مرجع په توګه کار واخیستل شي.
نور معلومات له دغې خبرتیا سره یوځای ترلاسه کولای شئ.