په شېخ زاید پوهنتون کې د ۱۴۰۰کال د پسرلي په رارسېدو سره د نويو نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه

baqir_admin
Thu, Mar 11 2021 4:41 AM
ل

د نیالګیو کېنولو په دې لړۍ کې د شېخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل شفیع ګل شفیقي او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار داوود بابکرخېل په خپلو خبرو کې د نیالګیو په کېنولو او د چاپېریال ساتنې په ارزښت لنډې ویناوې وکړې او ویې ویل چې نیال کېنونه راتلونکي نسل ته د سالم چاپېریال سپارنه ده.

د چاپېریال ساتنې مشر انجنیر پاینده محمد سهاک او د ټولګټو چارو مشر انجنیر صبغت الله کاظمي د چاپېریال ساتنې په اړه د شېخ زاید پوهنتون له مشرتابه سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د نیال کېنونې په دې لړۍ کې زینتي او مېوه لرونکي نیالګي کېنول شول چې دغه نیالګي د شېخ زاید پوهنتون د کرنیز فارم تولید دی.

د یادونې وړ ده، چې د ولایت مقام سره د شېخ زاید پوهنتون څېړنیز فارم (۴۰۰) د ګلابو زینتي بوټو مرسته وشوه.

Latest news

Thu, Feb 20 2025 6:51 AM
Background image

Performing every good deed has great rewards in front of Allah (SWT).

 

This statement was made by the Acting Minister of Higher Education, respected Sheikh al-Hadith Mawlavi Nida Muhammad Nadeem, during a gathering for the coordination and appreciation. . .

Wed, Feb 19 2025 8:43 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education meets with the Special Envoy of the Organization of Islamic Cooperation for Afghanistan in his office


The Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh Al-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, met with the Special Representative of the Organization of Islamic Cooperation for. . .

BACK TO NEWS