په علي آباد روغتون کې د سرطان ناروغۍ ملي مرکز د رغونې چارې ٪۷۰ پرمختګ کړی دی

baqir_admin
Thu, Mar 11 2021 10:22 AM
g

د لوړو زده وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د زېربنا او تدارکاتو رییسانو، د لوړو زده کړو وزارت انجنیري ټیم په ګډون د سرطان درلمنې ملي مرکز پروژې له کار څخه کتنه وکړه او د دغې ملي پروژې پر چټکتیا یې ټينګار وکړ.

 د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغې پروژې له بېلابېلو برخو لکه؛ برېښنا سیسټم او د تودوخې او سړوالي کانل وڅارله او د لوړو زده کړو وزارت له انجنیري ټیم څخه یې وغوښتل چې د پروژې له انجنیرانو سره په همغږۍ د غور تر څنګ چټکتیا ته هم پام وکړي.

دغه راز نور احمد دروېش وویل، چې د پروژې د چټکتیا او څارنې په موخه له کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک پوهنتون څخه شپږ کسیزه ډله ټاکي ترڅو د پروژې کار له انجنیري اړخه له خنډونو سره مخ نه شي. د یادولو ده چې د دغې پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کېږي. دغه پروژه په دوه زره او ۲۲۵ متره مربع مساحت کې جوړېږي، چې دوه پوړه ده، یو سل او دوه خونې لري او په نړیوال سټنډرډ جوړېږي.

Latest news

BACK TO NEWS