د پروان په پوهنتون کې د یوه زدکړیال نوښت وستایل شو

baqir_admin
Thu, Apr 01 2021 11:20 AM
g

د پروان پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک ډیپارټمنټ درېیم کال زدکړیال حزب الله له خپلو کمو اسانتیاوو څخه په ګټې وتوانېد چې واټرپمپ، د جامو وینځلو ماشین او اوبو اېشوونکې (آب ګرمي) جوړه کړي، او وايي چې دا تخنیک یې له خپلو استادانو څخه د عملي کارونو په بهیر کې زده کړی دی.

یاد زدکړیال خپلې یادې درې وسیلې د پوهنتون مشرتابه پلاوي په شتون کې نندارې ته وړاندې کړې.

پوهندوی محمد رفیق سعیدي د ښوونې او روزنې پوهنځي فزیک ډيپارټمنټ آمر وايي چې حزب الله د فزیک څانګې د درېيم ټولګي یو فعال زدکړیال دی او د بريښنايي ماشینونو له جوړولو سره ډېره مینه لري.

پوهنیار شمس الحق روحاني د ښوونې او روزنې پوهنځي مشر وايي، په داسې حال کې چې د ښوونې او روزنې پوهنځي لابراتوارونه ډېرو وسایلو ته اړتیا لري خو بیا هم د بیولوژي، فزیک او کیمیا څانګو ډېری زدکړیالانو د استادانو په لارښوونې له لابراټوار څخه اغیزناکې ګټې اخیستي دي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS