د جوزجان پوهنتون د لیلیو د اړتیا وړ خوراکي توکو د ترتیب او تدارک تړون لاسلیک شو

baqir_admin
Sat, Apr 03 2021 10:36 AM
ل

د ۱۴۰۰ کال، د وري په ۱۲مه په لوړو زده کړو وزارت کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان پوهنتون د شپېځایونو د اړتیا وړ خوراکي توکو چمتو کولو او تدارک د بریالي شوي شرکت او لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین تر منځ یو تړون لاسلیک شو.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په داسې حال کې چې د دغه وزارت د تدارکاتو مشر هم و، په خپلو ویناو کې یې د لیلیو د خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد شپېځایونو د خدمتونو په برخه کې جدي دی او د خپلو پروګرامونو پر بنسټ به یې تل د لوړو زده کړو وزارت د څارنې ډلګیو په مټ وڅاري.

دغه راز بریالیو شرکتونو ژمنه وکړه چې له تړون سره سم به د جوزجان پوهنتون نجونو او هلکانو د شپېځایونو خوراکي توکي چمتو کړي او مسوولو کسانو ته به یې ورسوي.

د یادولو ده چې په جوزجان پوهنتون کې ۴۰۷۵ زدکړیالان د شپېځای وړ دي چې ۵۹۹ کسان یې نجونې دي.