د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د اندویزیا هېواد د بورسونو خبرتیا

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا هېواد ملنګ دولتي پوهنتون د 1.4.33/UN32.33/KS/2021  ګڼې ۲۰۲۱/۴/۱ نېټې یادښت کې د افغان ځوانانو د تشویق په موخه د ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره د لېسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د بورسونو خبر ورکړی دی.

د بورسونو شرایط:

د لېسانس دورې لپاره د درې کلنو نمرو سلنه باید ۷۰ او د فوق لېسانس لپاره ۶۵سلنه اړینه ده.

د پاسپورټ کاپي چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي؛

په انګرېزي ژبه ژباړل شوي اسناد؛

تعلیمي اسناد (شهادتنامه او درې کلنې نمرې) تحصیلي اسناد (ډيپلوم او د نمرو ټرانسکرېپټ) د رسمي مراجعو (لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت) له لوري تایید شوي وي او د افغانستان وي، نه د اندونیزیا نه وي.

د لېسانس دورې لپاره د نوماند عمر باید له ۲۵، د ماسټري لپاره له ۳۵ او د دوکتورا لپاره له ۴۰ کلونو کم وي؛

د لېسانس دورې لپاره له دولسم ټولګي فارغ وي، د ماسټري لپاره لېسانس اود دوکتورا لپاره له ماسټري فارغ وي؛ 

        د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه، د طیارې ټیکس او د پوهنتون داخله وړیا ده او همدارنګه (۱،۵۰۰۰۰۰) یو میلیون او پینځه سوه زره اندونیزیايي روپي زدکړیال ته د میاشتني لګښت په توګه ورکول کېږي؛

نوملیکنه په انلاین توګه تر سره کېږي؛

د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱کال د اپرېل ۳۰مه ده چې له ټاکلې شوې مودې وروسته نه منل کېږي؛

د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د  oia@um.ac.id  برېښنالیک سره په اړیکه کې شئ؛

د غوښتنې د فورم لېږد او په هغې پورې اړوند اسناد مستقیماً د داوطلب لخوا د لاندې لېنک له لارې لېږل کېږي.

 http://knb.kemdikbud.go.id.

         په ورته وخت کې ټینګار کېږي چې د یادو بورسونو نوملیکنه په انلاین توګه کېږي، چې ټول مراحل یې پخپله د داوطلب له لوري تر سره کېږي، د منلو په صورت کې د بورسونو د مرجع له لوري داوطلب ته برېښنالیک استول کېږي.

•         ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي که د یادو هېواد بورسونو ته نوملیکنه کوي نو له انلاین نوملیکنې او د بورسونو د مرجع له منلو وروسته دې د خپلو ټولو اسنادو (تعلیمي او تحصیلي) له کاپي او منښتپاڼې سره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفي ته وسپاري او همدارنګه نورې فورمې هم له دغې غرفې څخه تر لاسه او بېرته ورته وسپاري.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لېنک کیکاږئ:

دانلود

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .