سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د محصل محورۍ ورکشاپ پیل شو

baqir_admin
Wed, Jun 16 2021 9:04 AM
ی

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو(OBE-SCL) د تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د ورکشاپ پرانېستنې پر مهال د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ زده کړو تدریسي تګلارو(OBE-SCL) پر اړتیا او اهمیت وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د پوهنتون اداره هڅه کوي د تدریس د دودیزو تګلارو پر ځای نړیوالې معیاري تګلارې عامې کړي.

د پوهنتون رييس د HEDP ادارې څخه د مننې تر څنګ له برخوالو استادانو وغوښتل چې ترلاسه کېدونکي مهارتونه د خپلو اړوندو پوهنځیو او څانګو له استادانو سره هم شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ په سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د HEDP ادارې په نوښت جوړ شوی چې د پوهنتون اړوند پوهنځیو ۱۵ استادان پکې برخه لري.