لوړو زده کړو وزیر د ترکیې نړیوالو پوهنتونونو ټولنې له رییس سره وکتل

baqir_admin
Mon, Jul 05 2021 8:08 AM
ل

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ترکیې نړیوالو پوهنتونونو ټولنې مشر پروفیسور ډاکټر محمد خیر الغباني او نورو هېوادونو د پوهنتونونو یو شمېر رییسانو په ملتیا د ترکیې هېواد د یالووا ښار اتاترک کرنیز څېړنیز تر ټولو لوی مرکز څخه لیدنه وکړه.

د اتاترک کرنیز څېړنیز مرکز مشرتابه پلاوي د لوړو زده کړو وزیر او ملو کسانو   هرکلی وکړ. په دې لیدنه کې د خدمتونو وړاندې کولو، څېړنو، کرنې او کښت، د میوو او سبزیجاتو څخه د ګټې اخیستنې او بازار ته د وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله پرېزنټېشن وړاندې شو. همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر له تولیدي دستګاوو، کرنیزو فارمونو او د میوو د کرنې او کښت له څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.

اتاترک کرنیز څېړنیز مرکز رییس د افغانستان له پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره د خپلې څېړنیزې او علمي همکارۍ په هکله ډاډ ورکړ او د هر ډول همکاريو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.