د لوړو زده وزارت زده کړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته وشوه

د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو چارو د معینیت شورا ناسته د زدکړیالانو چارو معین پوهندوی سید فرهاد شهیدزاده په مشرۍ تر سره شوه.
په دې ناسته کې پر بېلابېلو مسایلو لکه د لېسانس دورې د مونوګراف لیکلو د لارښود وروستي کول او تایید، د ماسټرۍ غیرحضوري درسونو د ستونزو هوارول او د هندوستان تحصیلي بورسونو د یو شمېر نوماندانو د ستونزو څېړل او حل په اړه بحث وشو او نظرونه سره شریک شول او همدارنګه لازمې پرېکړې وشوې.