د یوه اسلامي هېواد په پرمختګ کې، د دیني او عصري علومو مرکزونه هغه بنسټونه دي، چې د ا.ا.ا یې ملاتړ او پراختیا ته ژمن دی

baqir_admin
Sun, Aug 29 2021 10:01 AM
g

دغه خبرې د ا.ا.ا د لوړو زده کړو کمیسیون مشر شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې هغو مراسمو ته وکړې، چې د ۱۴۰۰کال د کانکور ازموینې د پایلو د اعلان په پار جوړ شوي وو.

ښاغلي حقاني د ځوانانو د روزنې او د تعلیمي او تحصیلي نظامونو په برخه کې د اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو د جوړښت او لیدلوري ته په اشارې سره وویل: «د ا.ا.ا د افغانستان د پرمختګ او ځان بساینې لپاره دیني او عصري زده کړې جدې اړتیا بولي او د هغو ملاتړ او ساتنه کوي

هغه زیاته کړه، چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو د پرمختګ لامل پر تعلیمي او تحصیلي برخه پانګونه وه، چې اوسمهال په نړۍ کې له پرمختللو هېوادونو ګڼل کېږي.

ښاغلي حقاني د هېواد تحصیلي نظام په برخه کې د ا.ا.ا د لیدلوري په اړه وویل؛ چې د ا.ا.ا په ۲۰ کلنه مبارزه او جهاد کې د هېواد لوړو زده کړو پرمختګ او ساتنې ته ژمن و او همېشه یې هڅه کړې، چې د دغو مبارزو په جریان کې تحصیلي بنسټونو ته زیان ونه رسیږي.

د لوړو زده کړو د کمیسیون مشر وویل، چې په نیږدې راتلونکي کې به تحصیلي بنسټونه پرانیستل شي.

همدارنګه ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د هېواد ابادي د تحصیلي بنسټونو د استادانو په لاس کې ده او هغوی کولی شي، چې د ځوانو کادرونو په روزنې سره، افغانستان د پرمختللو هېوادونو په قطار کې راولي.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو کمیسیون مشر شیخ عبدالباقي حقاني، هغو کسانو ته مبارکۍ ورکړه، چې د ۱۴۰۰کال په ازموینو کې یې لوړو زده کړو ته لار پیداکړې او د دغې پروسې پر روڼتیا یې ټینګار وکړ.

وروسته د ازموینو ملي ادارې عمومي رییس پوهاند عبدالقدیر خموش د ۱۴۰۰کال د کانکور ازموینو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه پروسه په دریو پړاوونو او کاملې روڼتیا سره، د استادانو او ا.ا.ا په هر اړخیز ملاتړ په ټول هېواد کې تر سره شوه.

هغه وویل چې د ازموینو ملي اداره د دغې پروسې د لا روڼتیا ژمنې ته په کتو، کار کوي او په پام کې لري، چې راتلونکی کال د کانکور ازموینه، د کابل په استثنا په یوه پړاو کې واخلي.

د هغه په وینا په سږني کانکور ازموینه کې ۱۷۹زره او ۹۲۹ کسانو ګډون کړی وو، چې له ډلې یې ۶۸زره او ۹۳۰ کسانو لوړو زده کړو، ۱۱زره او ۴۳۵ کسانو نیمه عالي زده کړو، ۹۵زره او ۲۰۱ کسان خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې او پاتې نور ناکام شوي دي.

د یادولو ده، چې د ۱۴۰۰کال په کانکور ازموینه کې سلګۍ د موسی خان لور د ۳۵۲.۵۷۵، احسام الدین د کرام الدین زوی د ۳۵۲.۵۳۳ او ثناوالله د بسم الله زوی د ۳۵۰.۸ نومرو په تر لاسه کولو سره په لومړۍ، دویمه او درېيمه درجه کې دي، چې د کابل طبي پوهنتون ته یې لار موندلې ده.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS