د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له استادانو او کارکوونکو سره ولیدل

baqir_admin
Sun, Oct 03 2021 4:53 AM
ل

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له استادانو او کارکوونکو سره د تحصیلي حالت ښه والي په موخه، مشورتې ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست سرپرست  دوکتور دلاور سیلاب، شیخ الحدیث مولوي شاه محمد، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی انجنیر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال، د دغه پوهنتون مرستیالانو، په پولي تخنیک پوهنتون کې د اسلامي امارت د شورا مسوول انجنیر اسدالله عمر، د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رییس عبدالرشید اقبال مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د پولي تخنیک پوهنتون د منسوبینو له لوري یې په اسلامي روحیه د هېواد د بچیانو د روزنې ډاډ ورکړ.

وروسته دوکتور دلاور سیلاب په خپلو خبرو کې افغانستان د اسلامي نړۍ زړه وباله، د اسلامي خاورو موقعیت یې د جغرافیې له پلوه او مسلمانانو لپاره غوره یاد کړ او ویې ویل چې مسلمانان کولی شي د اسلامي امت د پرمختګ لپاره له شته امکاناتو په لوړو کچه استفاده وکړي.

وروسته شیخ الحدیث مولوي شاه محمد د عمومي عفوې، عدالت، برابرۍ، د پخواني اسلامي امارت د پالیسیو، د افغانستان تاریخ او حاکمانو او په پخوانیو پړاوونو کې د هېواد د نه پرختګ د عواملو په اړه خبرې وکړې او د دې هیله یې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت به خپل هر اړخیز پروګرامونه عملي کړي، څو د افغانانو د سوکالۍ لامل وګرځي. 

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په استازیتوب پوهنمل سعیدالرحمن احساس ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د پروګرامونو په پلي کولو کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

هغه همدارنګه د خدمت او هېواد د انجنیرانو د روزنې په برخه کې د پوهنتون علمي ظرفیتونه او اسانتیاوې ګټورې وبللې او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې په دغه برخه کې له کابل پولي تخنیک پوهنتون سره مرسته وکړي.

Latest news

Wed, Jan 15 2025 8:10 AM
Background image

Samangan Institute of Higher Education has initiated various reconstruction and development projects at cost of 12.6 million Afghanis


These projects, funded by the Ministry of Higher Education, including rehabilitation and asphalting of the internal roads, construction of sidewalks, students resting area,. . .

BACK TO NEWS