د ازموینو ملي ادارې او کابل طبي پوهنتون مسوولانو د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین سره په یوه ناسته کې، د کابل طبي علومو او ننګرهار پوهنتون د طبي تخصص د بستونو اکمال ازموینې ته د تیاري خبر ورکړ

Akmal_admin
Thu, Nov 25 2021 1:05 PM
مسوولان اداره ملی امتحانات و پوهنتون طبی کابل در نشستی با سرپرست معینیت امور محصلان وزارت تحصیلات عالی، از آمادگی ها برای اخذ امتحان بست های اکمال تخصص طبی پوهنتون طبی کابل و ننگرهار خبر دادند

۱۴۰۰کال، د لېندۍ ۴مه
د ازموینو ملي ادارې او کابل طبي پوهنتون مسوولانو د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو سرپرست معین سره په یوه ناسته کې، د کابل طبي علومو او ننګرهار پوهنتون د طبي تخصص د بستونو اکمال ازموینې ته د تیاري خبر ورکړ.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین د ازموینې پر روڼتیا ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې باید زیاته پاملرنه وشي. 
د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش هم ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ازموینې سیسټم په داسې بڼه دی، چې هېڅ ډول جعل او تقلب ته پکې ځای نشته. 
د ازموینو ملي ادارې رییس زیاته کړه، چې د کابل طبي علومو او ننګرهار پوهنتون طبي تخصص د بستونو اکمال ازموینو ته تیاری نیول شوی او ډېر ژر به یې ازموینه واخیستل شي. 
دغه راز د کابل طبي علومو علمي مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل وویل، چې د دغه پوهنتون استادان په یاده ازموینه کې د همکارۍ لپاره تیار دي.
د دغې ازموینې د داوطلبانو د بایومتریک او ازموینې نېټه د ازموینو ملي اداره اعلانوي.

Latest news

BACK TO NEWS