د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ ناسته، د دغه ریاست د سرپرست رییس شاکر الله وحیدي په مشرۍ تر سره شوه

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۰مه
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ ناسته، د دغه ریاست د سرپرست رییس شاکر الله وحیدي په مشرۍ تر سره شوه.
په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست سرپرست د غزني او کندوز پوهنتونونو د بیا کتنې د پایلو په اړه خبرې وکړې او د یادو پوهنتونونو د مشرتابه، استادانو او کارکوونکو له هڅو یې مننه کړه او هغوی ته یې د دې لويې لاسته راوړنې مبارکي وویله.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې سرپرست رییس شاکرالله واحیدي وویل، چې دغه ریاست د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د کیفیت لوړولو او معیاري کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او د لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه د دې مسوولیت لري، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو ته ژمن واوسي، تر څو اړتیاوو ته په کتو ټولنې ته متخصصان او کادرونه وړاندې کړي.
همدارنګه د لوړو زده وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ د غړو په استازیتوب پوهنوال دوکتور امان الله فقیري د یادو پوهنتونونو د هڅو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
وروسته د غزني پوهنتون رییس پوهنمل محمود همت او د کندوز پوهنتون علمي مرستیال او د دغه پوهنتون سرپرست پوهنمل روح الله روئین د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د بورډ غړي مسلکي او په کار پوه خلک وبلل او هغوی ته یې د زحمتونو په بدل کې د الله تعالی له دربار څخه د اجر غوښتنه وکړه.
ناسته د غزني او کندوز پوهنتونونو مشرتابه ته د اعتبار ورکونې د سند په ورکولو سره پای ته ورسېده.