د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه.

Akmal_admin
Sun, Jan 16 2022 11:23 AM
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه.

۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲۶مه
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د ارزونې کمیسیون لومړنۍ ناسته وشوه. 
 په هېواد کې له تحولاتو وروسته د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې کمیسیون، خپله لومړنۍ کاري ناسته تر سره کړه. د دغې کمیسیون غړو، چې مسلکي او متخصص کسان دي، لوړو زده کړو وزارت ته له سلو زیاتو رالېږل شوو تحصیلي اسنادو څېړنه کړې او ارزولي یې دي. 
د لوړو زده کړو وزارت د بیرون مرزي اسنادو د کمیسیون رییس پوهنوال دوکتور ګل محمد باسل وویل، د هغو زده کړیالانو تحصیلي اسناد، چې له هېواده بهر یې زده کړې کړي، له مسلکي ارزونو او تحلیل وروسته اعتبار ورکول کېږي، چې د هېواد د کار په ډګر کې د دغو کسانو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي. 
د دغې کمیسیون رییس او غړو ټينګار وکړ، چې د هېواد د تحصیلي نظام په پرمختګ کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.